خبرونهنړۍ

سېډني څخه اکلنډ ته یوه الوتکه کې د تخنیکي ستونزې پېښېدو له امله ۲۴ مسافر ټپیان شوي

نړۍ، د کب ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسټرالیایي رسنیو د راپورونو له مخې د لاټام هوایي شرکت یوې LA800 الوتکه کې د تخنیکي ستونزې پېښېدو او زورورو جټکو له امله ۲۴ مسافر ټپیان شوي دي.

دغه شرکت ویلي، چې الوتکه د اسټرالیا له سیډني د نیوزیلنډ اکلنډ ښار ته پر لاره وه، چې له سختو تخنیکي ستونزو سره مخ او پر زورورو جټکو یې پیل وکړ.

ویل کېږي د نیوزیلنډ په اکلنډ ښار کې د الوتکې تر ستونزمنې ناستې وروسته ځینې ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي او ځینې یې ځای پر ځای په امبولانسونو کتل شوي او رخصت شوي دي.

نیوزیلنډي او استرالیایي چارواکو او اړوند شرکت د دغې پېښې په اړه د څېړنې کولو خبر ورکړی دی.

الوتکه کې د مسافرو د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته