سینګ: هند له افغانستان سره پراختیايي مرستې هم پیل کړې او له اړوندو افغان ارګانونو سره په تخنیکي خبرو بوخت دی
کابل، د لړم ۱۷مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په خپل کاري دفتر کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د PAI چارو مرستیال جی پي سینګ سره کتلي دي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په یاده کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او هندوستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د خلکو ترمنځ د تګ او راتګ په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې تمه ښودلې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.
مولوي امیر خان متقي ټینګار کړی، چې د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا لپاره باید افغان وګړو په ځانګړې توګه سوداګرو ته د هندوستان د ویزو ورکولو کې اسانتیاوې لا ډېرې شي.
هغه همدرانګه له افغانستان سره د هندوستان له بشري مرستو مننه کړې او پراختیايي برخه کې یې د یاد هېواد ژمنې هیله بښونکې بللې دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې جي پي سنګ په دغه کتنه کې ویلي چې هېواد ته یې له افغانستان سره اړیکې مهمې دي او د دواړو هېوادونو اړیکې لرغونی تاریخ لري.
نوموړي زیاته کړې، چې له افغانانو سره د بشري مرستو ترڅنګ یې هېواد پراختیایي مرستې هم پیل کړې دي او اړوندو افغان ارګانونو سره په تخنیکي خبرو بوخت دي.
جي پي سنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه بللې او زیاته کړې یې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هندوستان د تخنیکي پلاوو ترمنځ خبرې اترې وشي.
هغه همدارنګه ژمنه کړې، چې افغانانو ته د هندوستان د ویزو په برخه کې به اسانتیاوې لا زیاتې شي.
د یادونې وړ ده، چې نوموړي تر دې وړاندې د افغانستان د ملي دفاع وزارت له سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره هم کتنه درلوده.