خبرونهنړۍ

سیاسي ټوکه؛ پوتین د کاملا هارېس ملاتړ نه کوي

نړۍ، د وږي ۳۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه خبرې، چې ګواکې مسکو په امریکا کې د ډیموکرات ګوند له نوماندې کاملا هاریس ملاتړ کوي، یوازې یوه ټوکه وه.

لاوروف ویلي، چې پوتین ډېری وخت خپلې ځينې خبرې په طنزیه او د ټوګې په ډول کوي.

 پوتین موده وړاندې په خپلو خبرو کې کاملا هارېس د ټرمپ په پرتله د امریکا د ولسمشرې په توګه غوره بللې وه.

د دې ټوکې په ځواب کې، سپینې ماڼۍ د پوتین څخه غوښتي و، چې د نومبر ۵ مې ټاکنو په اړه دې تبصره نه کوي. 

لاوروف په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو بدلون به د روسیې په بهرني سیاست کې کومه اوږدمهاله اغیزه و نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته