سږ کال په هلمند کې ۱۷ پروژې پلې شوي
کابل، د کب لومړۍ نېټه مه، باختر
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د ۱۴۰۲ هـ ش کال په بهیر کې د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلا بېلو برخو کې د ۱۰۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷ لویې پروژې پلې شوې دي.
په یادو پروژو کې د ښارد سړکونو، چوکونو، ګلدانونو، پُلونو، د شپني څراغونو، پارکونو، عامه تشنابونو، د ښار د ننوتو دروازې د لومړي فاز چارې او داسې نورې پروژې شاملې دي.
د یاد ولایت د لښکرګاه ښاروالۍ مطبوعاتي مدیر محمد طاهر آبشار د باخترآژانس خبریال ته وویل:« زموږ د ۱۴۰۲ کال د پلان شوې پروژې چارې ۹۵ – ۸۵ سلنه بشپړې شوي او تمه لرو چې د همدې کال په بشپړېدو سره به د نیمګړې پروژې چارې بشپړې شي».
نوموړي زیاته کړه، چې د لښکرګاه ښاروالۍ به په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې هم د ښار په هغو برخو کې چې اړتیا وي د ۱۷ ـ ۱۹ پورې پروژې پلې کړي او د ښار له ټولو اوسېدونکو وغوښتل چې خپل مالیات په وخت سره ښاروالۍ ته وسپاري ځکه چې د لښکرګاه ښاروالۍ په راټولو شویوعوایدو سره خپلې رغنیزې پروژې مخته وړي.
د یادونې وړده، چې په هلمند کې د ښاروالۍ ریاست یو له هغو ریاستونو څخه دی چې زیات شمېر رغنیزې پروژې پلې کړي او لا هم هڅه کوي چې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي.