کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
د بغلان د کرنې مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې سږکال د خربوزې حاصلات زیات شوي دي.
د بغلان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ مسول سید نورآقا سادات باختر آژانس ته وویل، چې په روان کال کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیوکې په ٣ زره اووه سوه پنځلس هکتاره ځمکه کې خربوزې کرل شوې وې، چی حاصلات یې څه کم نهه زره مټريک ټنه اټکل شوی دی.
هغه په دغه ولایت کې د مېوې د زیاتوالي علت د زیاتو اورښتونو، کافي اوبو او د نباتي آفاتو د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې پر وخت اقدامات وبلل.
پایشکریه