خبرونهاقتصادټولنهTOP

سږ کال د تېر کال په پرتله په هېواد کې د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه ډېروالی راغلی دی

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په هېواد کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېر شوي دي.

د دغه ریاست له لوري چمتو شوې شمېرې ښیي، چې په ۱۴۰۲ل کې د هېواد په کچه شا وخوا ۴.۳۵میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې ۳.۸۰ میلیون مټریک ټنه یې اوبیز غنم او۵۴۸ زره مټریک ټنه یې للمي غنم دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په کچه د افغانستان د غنمو اړتیا ۶.۶۲ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې سږکال د هېواد په کچه د غنمو ترکښت لاندې سیمې ۲.۰۲ میلیونه هکټاره ځمکه وه، چې له دې ډلې ۱.۳۴ میلیون هکتاره یې اوبیزې او ۶۸۰ زره هکتاره یې د للمي په بڼه کرل شوې وه.

 هلمند، کندهار، هرات او کندز د هېواد په کچه د غنمو په برخه کې تر ټولو زیات تولید او د غنمو دکرکیلي تر ټولو لویې سیمې لري.

په ۱۴۰۲ ام کال کې هلمند او کندز هغه ولایتونه دي، چې د اوبیزو غنمو تر ټولو زیات تولید لري او پنجشیر، سمنګان او نورستان هغه ولایتونه دې، چې د اوبیزو غنمو تر ټولو کم تولید لري.

له بلې خوا تخار او فارياب هغه ولایتونه دي، چې د للمي غنمو تر ټولو زيات توليد او ننګرهار او باميان هغه ولایتونه دې، چې په ١٤٠٢ کال کې د للمي غنمو تر ټولو کم توليد لري.

په ورته وخت کې، په ۱۴۰۲ کال کې، د اوبیزو غنمو کرل شوي سیمه د تېر کال په پرتله نږدې ۴.۴ سلنه او د للمي غنمو سیمه شاوخوا ۱۵ سلنه زیاه شوې ده.

په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په کچه  د اوبیزو غنمو د هر هکتار حاصلات نږدې ۲.۸۳ ټنه او د للمي غنمو حاصلات شاوخوا ۰.۸۱ټنه په هر هکتاره ځمکه کې ده.

د یادونې وړ ده، چې یاد وزارت د غنمو د تولید د زیاتوالي لاملونه د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کرنیزو سیمو زیاتوالی، د غنمو د کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو پر وخت وېشل، د کرنیزو وسایلو او ماشینونو د وېش له لارې له بزګرانو سره مرسته، د بزګرانو هڅونه او اطلاع رسونه په ګوته کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته