سیاستخبرونهاقتصادTOP

سږ کال د تېر کال په پرتله، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷.۲۵ سلنه لوړ شوی دی

کابل، د وږي ۱۵مه، باختر
د افغانستان بانک مسئولین وايي چې د تېر کال په پرتله، سږ کال د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷.۲۵ سلنه لوړ شوی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د افغانستان بانک مسئولینو د دغه بانک د ۱۴۰۲ مالي کال د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسینو سره شریک کړ.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد، وویل چې دغه بانک په تېر يوه کال کې د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره، توانیدلی چې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د «افغانۍ» له ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه وکړي؛ د انفلاسیون نرخ په مطلوب حد کې وساتي؛ د پولي پایې او دوران کې پیسو لپاره ټاکل شوې موخې ترلاسه کړي.
خالد زیاته کړه چې د ۱۴۰۳ مالي کال په زمري مياشت کې د ۱۴۰۲ مالي کال د زمري مياشتې په پرتله، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷.۲۵ سلنه لوړ شوی چې په پایله کې، افغانۍ د غوره ارزښت او ثبات لرونکو پولي واحدونو په قطار کې درېیم مقام خپل کړی دی.
د هغه په وینا، په تېر يوه کال کې د افغانستان بانک توانيدلی چې د هېواد له مرکز او ولايتونو څخه ۷ ميليارده ۱۸۶ ميليونه ۵۴۴ زره مندرس بانک‌نوټونه راټول کړي او د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې وسوځوي او له ګردښت څخه يې وباسي.
دغه راز د افغانستان بانک د پولي سیاست رئیس احمد جواد سداد، د دغه بانک د پولي سیاستونو د تطبیق، د بازار عملیاتو او د نقدینګۍ وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: زموږ معلومات ښيي چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال په چنګاښ میاشت کې د تورم نرخ منفي ۶.۶ سلنې ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې د تېر مالي کال په همدې وخت کې دغه نرخ منفي ۹.۱ سلنه و.
سداد زیاته کړه چې په ۱۴۰۲ مالی کال کې د تورم نرخ په اوسط ډول منفي ۸.۴ سلنه و، په داسې حال کې چې دغه رقم په ۱۴۰۱ مالي کال کې ۴.۸ سلنه و چې دا په دواړو حالاتو کې د تورم نرخ د پام وړ کمښت ښيي.
د سداد د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان بانک اسعاري زېرمو ته په محدود لاسرسي سره، توانیدلی چې د افغانستان د اسعارو زېرمې په ښه ډول مدیریت کړي او د چارو د لا ښه تنظیم لپاره یې مقرراتي او عملیاتي چوکاټ جوړ کړي.
همدا رنګه، د افغانستان بانک نورو مسئولینو د دغه بانک اړوند مهم فعالیتونه شریک کړل او ویې ویل چې دغه بانک په ۱۴۰۲ مالي کال کې، ۳۸ میلیارده ۵۲۳ میلیونه ۷۹۰ زره افغانۍ او ۹ میلیونه ۵۰۰ زره امریکايي ډالر د افغانستان بانک د نمایندګیو د نقدینګۍ یا سیالیت د ساتنې، د دولت د پولي لګښتونو د پوره کولو او د سوداګریزو بانکونو د سیالیت د ساتنې په موخه د ځمکې او هوا له لارې د هېواد ولایتونو ته انتقال کړي دي.
ورته مهال، د هېواد په مرکز کې د سیالیت د ساتنې په موخه، څه باندې ۲۲ میلیارده ۵۹۱ میلیونه افغانۍ او ۴۸ میلیونه ۹۳۵ زره امریکايي ډالر مازادې پیسې له ولایتونو څخه مرکز ته رالېږدول شوې دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال د امریکايي ډالرو انفرادي حساب لرونکي کولای شي چې په اوونۍ کې د ۷۰ زره افغانیو پر ځای ۱۵۰ زره افغانۍ او په میاشت کې د ۲۵۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰۰ زره افغانۍ، دغه راز له ډالري حساب څخه په اوونۍ کې د ۱۰۰۰ ډالرو پر ځای ۲۰۰۰ ډالر او په میاشت کې د ۳۰۰۰ ډالرو پر ځای ۶۰۰۰ ډالر واخلي.
د افغانستان بانک تېر کال د کورنیو او بهرنیو اداینو د تصفیې او تسویې په برخه کې، یو میلیون ۶۴۳ زره ۷۲۸ معاملې چې څه باندې ۴۱۰ میلیارده ۲۰ میلیونه افغانۍ کېږي؛ د بین البانکي سیسټم له لارې ترسره کړې دي.
دغه راز د «اسیکوډا» سیسټم له لارې ۶۱۹ زره ۶۴۸ معاملې چې ارزښت یې څه باندې ۶۷ میلیارده ۶۸۳ میلیونه افغانۍ کېږي؛ اجرا شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۰۲ مالي کال کې د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو ته ۱۴۹ او د هېواد په کچه څه باندې ۳۰۰ نمایندګیو ته جوازونه ورکړل شوي دي چې په دې سره د صرافیو او پولي خدمتونو د شرکتونو او نمایندګیو د ټولو جوازونو شمېر ۱۷۸۰ ته رسېدلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته