سږ کال به د خپلواکۍ ورځ په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي

کابل / د چنګاښ ۸ مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي چې سږ کال به د خپلواکۍ ۱۰۲ مه کالیزه په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي.

د دغه وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي په لارښوونه نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د فرهنګي او رسنیزو چارو سلاکارانو په مشرۍ د فرهنګ او هنر برخې رییسانو غونډه وکړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي سلاکار ډاکټر طارق رشاد وویل چې سږ کال به د خپلواکۍ ورځ د نورو کلونو په پرتله په ځانګړو مراسمو نمانځل کېږي.

هغه د تیاتر، موسیقۍ، هنر، فرهنګ، موزیم، افغان فلم او یو شمېر نورو رییسانو ته لارښوونه وکړه چې د خپلواکۍ د ۱۰۲ کالیزې د نمانځنې لپاره پوره چمتووالی ونیسي او بېلابېلا پروګرامونه جوړ کړي.

په ورته وخت کې د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د یو شمېر ریاستونو رییسانو ډاډ ورکړ چې د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې لپاره بېلابېل پروګرامونه په پام کې لري.

دوی وویل چې د خپلواکۍ د ۱۰۲ کالیزې د نمانځنې په مناسبت به په مرکز کابل او ولایتونو کې ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي.

هغوی یو شمېر ستونزې، خنډونه او وړاندیزونه، هم شریک کړل؛ خو فرهنګي سلاکار یې د حل ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د خپلواکۍ په راروانه کالیزه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند افغان فلم ریاست د غازي امان الله خان او محمود طرزي پر ژوند او افغانستان په وروستیو سلو کلونو کې په نامه مستند فلمونه هم جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې ۱۰۲ کاله وړاندې د ۱۲۹۸ لمريز کال د زمري په ۲۸مه د افغانستان د وخت پاچا شاه غازي امان الله خان له انګريزانو د خپل هېواد خپلواکي اعلان کړه.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته