خبرونهاقتصادټولنه

سږکال د لوګر په صادراتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې روان کال له دغه ولایت څخه په کور دننه او له هېواد څخه بهر مارکېټونو ته د ۳۵۰ میلیونوافغانیو په ارزښت صادرات شوي چې د تېر کال په پر تله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښی.

د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي شبیر احمد صدیقي باختر آژانس خبریال سره په مرکه کې د پانګوالو د ستونزو هواري، دوی ته پاملرنه او دغه راز د امنیت شتون د صادراتو د زیاتوالې اصلي لاملونه وبلل او زیاته یې کړه، چې دوی هڅه کوي ترڅو په دې ولایت کې پانګوالو ته لا نور ښه فرصتونه رامنځته شي.

صدیقي وویل، چې د روان ۱۴۰۲ هـ.ش کال په لړ کې له دې ولایت څخه د۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو (وچې او تازه میوې، کچالو، پیاز او رومیانو) ترڅنګ قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او خوراکي او غیر خوراکي توکي د هېواد دننه او له هېواد څخه بهرو مارکېټونو ته لېږل شوي دي.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس په وینا؛ تېر ۱۴۰۱ هـ.ش کال د دغه ولایت صادرات د سېلابونو، حیواني امراضو او ځینې نورو لاملونو له کبله کم وو خو سږ کال د یادو ستونزو د کمښت او پانګوالو ته پاملرنه د دې لامل شوی، چې د دې ولایت په صادراتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راشي.

باید وویل شي، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست د روان کال په لسو میاشتو کې د سوداګرۍ جوازونو او نورو خدماتو له امله ۲ میلیونه او ۴ سوه زره افغانۍ عواید هم راټول کړي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته