سپین بولدک له لارې ۴۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
کابل، د لېندۍ ۲۴ مه، باختر
په کندهار کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې مسوولینو د سپین بولدک له لارې په تېرو درې ورځو کې د ۴۶ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي کمپ کې د کډوالو د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې مسئولين وايي چې په تېرو درې ورځو کې له پاکستان څخه ۴۶ کورنۍ هېواد ته را ستنې شوې، چې د کسانو شمېر یې ۲۸۶ تنو ته رسېږي.
د یادونې وړ ده چې یادې کورنۍ د مرستو اخيستلو لپاره بېلابېلو مؤسسو ته ورپېژندل شوې دي.