سپین بولدک له لارې ۲۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
کابل، د لېندۍ ۱۷ مه، باختر
په کندهار کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې مسوولینو د سپین بولدک له لارې پرون د ۲۸ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي کمپ کې د کډوالو د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې مسئولين وايي چې پرون له پاکستان څخه ۲۸ کورنۍ هېواد ته را ستنې شوې، چې د کسانو شمېر یې ۱۴۵ تنو ته رسېږي.
سرچینې زیاته کړې چې د راستنو شویو کډوالو ترڅنګ ۱۰ تنه بنديان هم هېواد ته را اړول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې یادې کورنۍ د مرستو اخيستلو لپاره بېلابېلو مؤسسو ته ورپېژندل شوې دي.