سپین بولدک له لارې په روانه مياشت کې ۷۲۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي
کابل، د لړم ۳۰ مه، باختر
په کندهار کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې مسوولینو د سپین بولدک له لارې په روانه میاشت کې د ۷۲۷ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
د کندهار د تخته پل ولسوالۍ اړوند په انځرګي کمپ کې د کډوالو د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې مسئولين وايي چې د روانې (لړم) میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۹ نېټې پورې له پاکستان څخه ۷۲۷ کورنۍ هېواد ته را ستنې شوي، چې د کسانو شمېر یې ۳۷۴۸ تنو ته رسېږي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې موده کې۲۲۲ تنه بنديان هم هېواد ته را اړول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې یادې کورنۍ د مرستو اخيستلو له پاره بېلا بېلو موسسو ته هم ور پېژندل شوې دي.