سپینې ماڼۍ له اسرایلو سره د ۲،۵ میلیارده ډالرو مرسته تایید کړې

نړۍ، د وري ۱۱ مه، بهرنۍ رسنۍ
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالاتو حکومت هوکړه کړې، چې اسرایلو سره د ۲،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي مرسته وکړي.
دغه مرستې چې تر ډېره په کانګرېس کې له مخالفتونو سره مخ وې، تازه یې پرون د تایید خبرونه خپاره شوي دي.
دغو مرستو کې بېلابېلو پوځي توکي شامل دي، چې تېرو تجربو ته په کتو به تر ډېره د ملکي فلسطینیانو د وژلو لپاره وکارول شي.
امریکا په داسې مهال دغه مرستې تاییدوي، چې غزه کې هره ورځ د اسرایلو په هوایي بریدونو کې ملکي فلسطینیان شهیدانېږي او ټپیان کېږي.