نړۍ

سپيڼې ماڼۍ له ايران سره د اټومي موافقه ليک بشپړ متن خپور کړ.

واشنتګتن-  وي او  اى – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٧
دامريکا دولت  پرون   د ايران او شپږو  هيوادونو داټومي موافقه  ليک بشپړ متن چې په دې   وروستيو کې په ژنيو کې لاسليک شو ددغه هيواد دکنګرې په واک  کې ورکړى  دى .
پخوا د بارک اوباما د دولت پرخلاف انتقادونه  طرحه شوي و چې هغه  د   موافقه ليک دمتن دپټولو  نيت لري  خو د  سپينې ماڼۍ ويندوى  جى کارني  دغه انتقادونه   ردکړل او ويې ويل   چې د موافقه ليک دفنى جزئياتو پټ پاتې کيدل داټومي  انرژۍ  د  نړيوال آژانس په  غوښتنه ترسره شوي  دي .
دسپينې ماڼۍ ويندوى  پخوا  وويل   سمه ده چې دامريکا دولت چې د ګډ اقدام دموافقه ليک فني جزئياتو مدارک دکانګرې   په واک  کې    ورکول    دغه شان مدارک  تل په عمومي  ډول نه  خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته