نړيوالې خبري منابع/ د لړم ٢٤مه/ باختر
د ناټو عمومي منشي وايي: دغه تړون د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او روزي یې، ترڅو دا خبره یقیني کړي چې د داعش ډله بیا هېڅکله په افغانستان کې ځاله نه کوي.
یینس سټولټنبرګ پرون د داعش ډلې پرضد ائتلاف کې د شاملو ۳۰ هېوادونو د چارواکو په ګډون په واشنګټن کې په یوه غونډه کې وویل: ناټو او متحده ایالاتو موافقه کړې ده چې د دوستو هېوادونو د پوځي ځواکونو د وړتیا لوړولو لپاره به هڅوته دوام ورکوي چې د تروریزم پرضد مبارزه کې پیاوړي شي.
د ناټو عمومي منشي د داعش ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي وژل کېدل یو مهم پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چې دغه ډله به هغه ځای بیا هېڅکله ترلاسه نه کړي چې په سوریه او عراق کې له ماتې وروسته یې په افغانستان کې ځان ته موندلی و. پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل