سيمه ييزو پوليسو په لوګر ولايت کې له زده کړې وروسته د امنيت د تامينولو لپاره وګومارل شول

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې  ١٠ :
ديرش تنه سيمه ييز پوليس پرون په لوګر ولايت کې د پوليسو له تعليمي کنډک څخه فارغ شول.
د لوګرولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر رييس خان عبدالرحيم زي باخترآژانس ته وويل: د سيمه ييزو پوليسو دغوکسانو د پوليسو په تعليمي کنډک کې په دريو اوونيوکې ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ په همکارى اوهمغږۍ پوځي او مسلکي مهارتونه زده کړې دي.
عبدالرحيم زي زياته کړه: روزل شوي کسان د سيمه ييزو پوليسو په توګه د دندې د ترسره کولو اوخلکو ته دخدمت په لاره کې د محمدآغې ولسوالۍ د دهنو سيموته واستول شول.
ده زياته کړه: د سيمه ييزو پوليسو د ښوونې او روزنې بهير د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ په همکارى د پوليسو په تعليمي کنډک کې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته