سيمه اييز پوليسان دظرفيت دلوړولو له کورس څخه فارغ شول
کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣ :
د شينواري او سياګرد امنيه قوماندانيو د سيمه ييزو پوليسو شپاړلسو تنو سرتيرو نن سهار د ظرفيت دلوړولو له يوې روزنيزې دورې وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړيکو دفتر باخترآژانس
ته خبر ورکړ :
د ظرفيت د لوړولو دغه روزنيزکورس مخکې دپروان ولايت په امنيه قوماندانۍ
کې جوړ شوى و .
دغه روزنيزکورس د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دتعليمي پوليسو د ټولي له خوا چې موخه يې دمسلکي زده کړې دکچې لوړول اوسرتيرو ته دهېواد د اساسي قانون په باب پوهاوى ورکول ، د پوليسو قانون ، د پوليسو مهارتونه ، د جزا قانون ، له اداري فساد سره مبارزه ، بدني پلټنې ، د کورونو پلټنې ، دمظنونيو او تورنو کسانونيول ، له ماينونوسره بلدتيا ، د ځورونې منع کول ، د ښځو او ماشومانو پرخلاف تاوتريخوالى ، د اتو اوونيو لپاره پيل شوي و چې دتصديق ليکونو په ويشلو سره په برياليتوب سره پاى ته ورسيد.
هغه موضوعګانې چې په دې روزنيز کورس کې تدريس کيدې د پوليسو په ورځنيواجرااتو کې ډيرې ګټورې دي چې تراوسه پورې د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دسيمه ييزو پوليسو او جزوتامونو ٤٣٤ تنوساتنمنان او سرتيرو له دغو کورسونو څخه ګټه اخيستې ده ا و دغه شان کورسونه د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ په نورو قطعاتو او جزوتامونو کې په دوراني شکل دوام لري .