سیاست

سيما سمر : په انتخاباتو کې دخلکو ګډون دانتخاباتو روڼتيا تضمينوي

 کابل باختر دتلي  شپږ ويشتمه :
د بشر دحقوقو د خپلواک کمېسيون رييسې سيما سمر  نن په يوه خبري غونډه کې  د افغانستان له خلکو څخه وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې ګډون وکړي او دخپل نظر وړ نوماندانو ته دې راى ورکړي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې غونډه کې د بشر دحقوقو د خپلواک کمېسيون رييسې د دې تر څنګ چې د راروانو انتخاباتو دبهير په اړوند معلومات وړاندې کړل او د انتخاباتو په اړوند يې ځينې پيښې  په ګوته  کړې، ويې ويل چې دافغانستان له اساسي  قانون سره سم هر افغان د دې حق لري چې په انتخاباتو کې برخه واخلي  او د خپل نظر وړ نوماند ته رايه ورکړي .
دې  زياته کړه چې په انتخاباتو کې دخلکو ګډون ،دانتخاباتو روڼتيا  تضمينوي او ټينګار يې وکړچې دانتخاباتو خپلواک کمېسيون هم بايد دانتخاباتو بهير په روڼتيا سره ترسره کړي.
هغې د افغانستان  له ټولو خلکو څخه وغوښتل  چې په انتخاباتو کې برخه واخلي  او د هېواد له امنيتي ځواکونو څخه يې هم وغوښتل چې په ټول هېواد کې دخلکو امنيت تامين کړي څو خلک وکولاى شي دخپلې راى له حق څخه ګټه واخلي .
  سيما سمر څرګنده کړه دهغو کسانو لپاره چې ښه سابقه نه لري ډيره ښه محکمه دخلکو رايې دي او خلک کولاى شي چې هغوى ته راى ورنه کړي او په قوي ارادې سره او له ويرې او ډار پرته مستحقونوماندانو ته راى ورکړي .
دې دغه راز وويل چې شل ورځې  مخکې  دنوماندانو انتخاباتي منډې ترړې پيل شوې وې او د دغې مودې په بهير کې  د هېواد ښارونوولسواليو او کليو او بانډو د نوماندانو د پوسټرونو او عکسونو په ځړيدو سره بل رنګ غوره کړى دى او له نوماندانو څخه يې وغوښتل چې له انتخاباتو وروسته دې خپل عکسونه او پوسترونه لرې کړي. 
دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان د بشر دحقوقو د خپلواک کمېسيون رييسې زياته کړه چې خلک مسووليت لري  چې  د هېواد دامنيتي ځواکنو ترڅنګ  دانتخاباتو دامنيت په تامينولو کې کارنده ونډه واخلي او له وسله والو مخالفانو څخه يې وغوښتل چې له جګړې او د بې ګناه خلکو له وژنې  څخه لاس واخلي او د سولې له بهير سره دې يوځاى شي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته