ټولنه

سيلاو ځپلې مرسته غواړي

کابل باختر  دوري  پنځمه :
په تيرو دوو ورځوکې په جوزجان ولايت کې د سيلاوونو د راوتلو له امله د استوګنې سل کورونه ويجاړ شوي او مالي تاوانونه اوښتي دي.
دجوزجان ولايت مرستيال عبدالرحمن محمودي دباخترآژانس خبريال ته وويل: د پرله پسې اورښتونو له امله د جوزجان ولايت دقوش تيپې او د رزآب د ولسواليو په مربوطاتوکې د استوګنې سل کورونه ويجاړ شوي او د دغوکورونو مالونه او وسايل تراوبو لاندې شوي او ددغو سيموخلک له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي .
ددغې پيښې يو تن زيانمن ضميرالله وايي: موږ له خپلوماشومانوسره شپه په پرانستې  فضاکې تېره کړه او له زياتو ستونزو سره لاس اوګريوان يو او له دولت څخه غواړوچې له موږ سره دې اساسي مرستې وکړي  .
د جوزجان ولايت مرستيال وويل چې ددغه ولايت له پيښو سره د مبارزې د تيارى د ادارې له خوا له زيانمنوشويوکورنيوسره د يوې اندازې خوراکي توکو او د لګښتي مالونو مرسته شوې ده چې دغه مرستې د دوى لپاره کافي نه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته