ټولنه

سيلاو يو کيلومتره سړک ويجاړ کړ

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٩
د پنجشير ولايت په رخې ولسوالۍ کې تېره شپه د سيلاو د راوتلو له امله څه د پاسه يو کيلومتره سړک ويجاړ شو.
دپنجشير ولايت دفوايد عامې رييس حشمت الله حکيم د باختر آژانس خبريال ته وويل : په يو کيلومتره سړک سربېره د استنادي ديوال هم ويجاړ شوى دى .
دپنجشير ولايت د فوايد عامې رييس وايي چې د سړک د بيا پاکولوکار پيل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته