سيلاوونوپه چين کې پنځه پنځوس تنه ووژل

بيجينگ نيوزنو   باخترد  ثور  دمياشتې  ٢٨ :
دچين په جنوب کې له سختو اورښتونو وروسته راوتلوسيلاوو څه ناڅه پنځه پنځوس تنه ووژل شول.
دسيمه ييزو مامورينو دڅرگندونوله مخې:  څوارلس تنه نور لاتراوسه پورې بيدرکه دي .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي  چې ددغه طبيعي ناتار له امله نږدې ٢٧٠٠ کورونه ويجاړشوي دي.
دتيرې سه شنبې له ورځې راپه دې خوا سخت اورښتونه اوتوپانونه دچين په جنوب کې د سيلاوونو د راوتلو او د ځمکې  ښوئيدنې سبب شوى دى.
د رسنيو دخبرونوله مخې: دچين په ځوسيمو کې حالت په تيرو سلو کلونو کې سارى نه لري او په واټونوکې تر يومترپورې اوبه ولاړې دي.
دهوا پوهنې کارپوهان نن هم د سخت اورښت او توپان ته سترګې په لاره دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته