کابل باختر دغويي دمياشتې ١٢ نيټه :
د باران د سختو اورښتونو او د سيلاونو د راوتلو له امله د بغلان ولايت د تاله اوبرفک ولسوالۍ خلکو ته زيات زيانونه اوښتي دي.
د بغلان ولايت د تاله اوبرفک ولسوال محمداسماعيل باخترآژانس ته وويل چې، د دغو سيلاونو له امله د استوګنې څو کورونه ، د اوبو بندونه او کرنېزې ځمکې ويجاړې شوي دي.
د بغلان ولايت له پېښو سره د مبارزې ريېس نصير کهزاد ډاډ ورکړ چې؛د زيانونو د کچې په تثبيتولوسره به له مصيبت ځپلو سره لازمې مرستې وشي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ