ټولنه

سيلاونو اته اوياکورونه او څه دپاسه اته سوه پنځوس جريبه ځمکه ويجاړه کړه .

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
په باميانو ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله  پرون داستوګنې اووه اتياکورونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي . 
په دغو سيلاونو کې څه دپاسه اته سوه پنځوس  جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوه .  دباميانو ولايت دسيغان ولسوال عرفان دباختراژانس خبريال ته وويل چې له اورښتونو وروسته دسيلاونو راوتلو له امله دباميانو ولايت دمرکز او دسيغان ولسوالۍ ترمنځ واټ هم تړل شوى دى .
دباميانو ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې دتياري دادارې رييس  احمد رضا رفعت  دباختراژانس  خبريال ته وويل يوه اندازه خوراکي توکي او جامې  چې شړۍ او روغتيايي مواد پکې دي ددغې پيښې په مصيبت ځپلو کسانو ويشل شوي دي .
  په جوزجان ولايت کې دوسلو دراټولولو دکميسيون مسوول ډګروال  غيبي شاه دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو وسلو اومهماتو کې درې ويشت  تومانچې ،  درې ويشت کلاشينکوفونه ، دوه يوولس  ډزې  ، دوه  ٣٠٣ بورټوپګونه ، درې په په شي او نور مهمات شته چې دروان کال په بهير کې دملي امنيت درياست دمنسوبينو له خوا په جلا جلا عملياتو کې ترلاسه شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته