کابل باختر د ثور څوارلسمه :
دپنجشير په ولايت کې پرون دسيلاونو دراوتلو له امله ددغه ولايت خلکو ته درانده زيانونه واوښتل .
دپنجشير ولايت له پيښو سره دمبارزې دادارې رييس حشمت الله بخشي دباختراژانس خبريال ته وويل دباران داوريدو له امله ددغه ولايت دمرکز په مربوطاتو کې سيلاونو دخلکو په لسګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړ کړل او څه دپاسه سل څاروي يې وژلي دي
بخشي زياته کړه له پيښو سره دمبارزې د تياري اداره هڅه کوي چې تاواني شويو خلکو ته مرستې برابرې کړي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ