ټولنه

سيد غلام جيلاني ايمان وفات شو

کابل- باختر دمرغومي ديرشمه:
سترې محکمې د دغې ادارې د تجارتي ديوان دمستشار سيدغلام جيلاني ايمان دمړينې خبر ورکړې دى.
  په هغه ليک چې په دې اړوند د دغې ادارې له لارې باختر اژانس ته رسيدلى دى ويل شوى دى.
ارواښاد سيدغلام جيلاني د سيدموسي کاظم  زوى،  په  ١٣٢٥هجري لمريز کال کې په ننګرهار ولايت کې وزيږيداو د ماستر په سويه د لوړو زده کړو له بشپړولو وروسته، په ١٣٥١ هجري لمريز کال کې د قضا له مسلک سره يوځاى شو او په ننګرهار ولايت کې له قضايي دندو له ترسره کولو وروسته په دوو وروستيو لسيزو کې دتجارتي تميز د ديوان د قاضي ، دکورني اوبهرني امنيت پرخلاف دجرمونو د ديوان د غړى او په دې وروستيو وختوکې د سترې محکمې د تجارتي ديوان د مستشار په توګه دندې ترسره کړى .
ارواښادسيد غلام جيلاني يو ژمن او تقوا لرونکى شخص و او په تېرو ٤٠ کلونوکې يې قضايي رسالت په پوره صداقت او ايماندارى سره ترسره کړ او ښه او نيک شهرت يې درلود.
ستره محکمه د ده نشتوالى يوه ستره ضايعه بولي او د لوى خداى ( ج )  له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته