کابل باختر دکب څوارلسمه :
د خيبر پښتونخوا ايالت په غرنيو سيموکې د اوبو د بند دجوړولوپه باب دپاکستان دحکومت تصميم د دولتونو ترمنځ له حقوقو څخه سرغړونه ده او په دې کې د پاکستاني واکمنانو فرصت طلبي ښيي. سره له دې چې د دواړوهيوادونو ترمنځ د اوبو د حق مسئله حل شوې نه ده؛ دوى په دغه شان کار لاس پورې کوي .
د پاکستان حکومت غواړي چې د خيبر پښتونخوا ايالت په غرنيو سيموکې دکابل _ ادوس د سيند په وړاندې د اوبو يو بند جوړ کړي، د پاکستان حکومت د دغې پروژې د لګښت تمويلولو په مقصد طرحه يې نړيوال بانک ته ليږلې ده او نړيوال بانک د هغه مکلفيت له مخې چې په نړيوالو اړيکوکې يې لري؛ د دغې قضيې په باب افغاني لوري ته خبرورکړى دى چې د افغانستان د دولت موافقه ترلاسه کړي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا د بهرنيو چارو او ماليې وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې مسئله د ډيپلوماتيکي مراجعو له لارې تعقيب کړي او په دې اړوند د افغانستان د دولت انديښنه دې نړيوال بانک ته وليږدوي او ټينګارکوي چې تر اوسه پورې د دغې پروژې په باب د دواړو دولتونو ترمنځ موافقه نه ده شوې.
په داسې حال کې چې دپاکستان حکومت ددغه بند دجوړولو دپروګرام له پيل کيدو مخکې بايد له افغاني لوري سره تفاهم کړى واى چې دا کار يې نه دى کړى.
په افغانستان کې د چارو کارپوهان مخکې له دې چې دکابل _ ادوس د سيند په وړاندې د بند د جوړولو په اړوند د پاکستان د حکومت د تصميم په باره کې خبرې وکړې؛ د اوسني افغانستان د اوسني دولت او د تيرو نظامونو په مقاماتو تور لګوي چې په دې نه دي بريالي شوي چې د هيواد د اوبو د مديريت يو هراړخيز سياست او پروګرام رامنځته کړي.
سره له دې چې موږ په خپله يو بې وزله هيواد يو او په کال کې د٥٠ ملياردو ډالرو په ارزښت اوبه بې ګټې او په وړيا توګه د سوغات په ډول ګاونډيو هيوادونو او په مشخصه توګه ايران او پاکستان ته ورکوو. د افغانستان د اوبو کلنۍ زيرمه ٢٧ ملياردو مکعب مترو ته رسيږي، خو افغانستان په سلوکې يواځې له ديرشوڅخه يې استفاده کوي او په سلوکې او يا نور يې د بهرنيوهيوادونو په ستونې کې څڅيږي.
په داسې حال کې چې د افغانستان دښتې چې کيداى شي په کروندو او بڼونو بدلې شي؛ هماغه شان تږې دي او په افغانستان کې هيڅ حکومت ونه کړاى شول د دې زمينه مساعده کړي چې د اوبو څو بندونه جوړ کړي چې لږ ترلږه مونږ له هغې اوبو څخه چې خداى (ج) موږ ته راکړي دي؛ استفاده وکړو چې دا کار مونه دى کړى.
يو اقتصادي کار پوه آذرخش خافظي وايي: دولت ونه کړاى شول په تيرو دولسو کلونوکې د اوبو له پلوه خپل سياست روښانه کړي او له ګاوڼديو هيوادونو په تيره بيا له ايران او پاکستان سره د خپلو اوبوحق مشخص کړي.
دغه راز يوشمېر نور اقتصادي کارپوهان هم په همدې عقيده دي ځکه په ګډوډي او اړو دوړکې د افغانستان او دګاونډيوهيوادونو ترمنځ د اوبو د حق څرنګوالى وټاکل شي.
له دې پلوه افغانستان ډير دروند زيان زغملى دى.
په همدې حال کې د نيمروز ولايت اوسيدونکي په داسې حال کې چې د هلمند سيند اوبه لري؛ خو هغوى د څښاک د اوبو له ستونزې سره لاس اوګريوان دي.
په هر ترتيب د اوبو ستونزه او له محاسبې پرته د ګاونډيو هيوادونو له خوا له هغې څخه استفاده يوجلا بحث دى.
دلته د ادوس بند د جوړولو موضوع طرحه ده چې پاکستان په اوسنې فضاکې چې افغانستان په ګډوډ اقتصاد، تپل شويو امنيتي ستونزو، د معاصرتکنالوژۍ د ظرفيت له نشتوالى، بهرنيو لاس وهنو، سياسي درغليو او له بهرنيو لاسوهنو سره مخامخ دى؛ هلې ځلې کوي استفاده وکړي او له نړيوالو ژمنو او قراردادونوڅخه لرې غواړي د ګاونډى هيواد حق او حقوق تر پښو لاندې کړي د اوبو د بند هغه هم د يوه ګاونډى هيواد په اوبو او د پرديو په پيسو د بند په جوړولو اقدام وکړي.
په داسې حال کې چې په خپله د بريښنا د بندونو او د نورو بنسټيزو پروژو په جوړولوکې افغانستان ته ستونزې پيداکوي چې سترې بيلګې يې د سلما بند په جوړولوکې ځنډ، د لوګر د عينکو د مسو د را ايستلو په کارکې ځنډ، دتورخم= جلال آباد د لويې لارې او د نورو پروژو په جوړولوکې ځنډ، د پاکستان نورې سرغړونې دي چې دغه هيواد د کابل _ادوس سيند په وړاندې د بريښنا د بند د جوړولو د پروګرام دطرحه کولو په وخت کې ډيپلوماتيک عرف په پام کې نه دى نيولى. افغاني مقاماتو ته يې خبر نه دى ورکړى او د هغه د جوړولو لپاره يې نړيوال بانک ته خپل کجکول وړاندې کړى دى چې څو پيسې ترلاسه کړي. په داسې حال کې چې افغانستان په درايت او ميړانى سره چې په اوس وخت کې او په تيرو وختونوکې لري؛ د ګاونډيتوب حق پرځاى کړى دى او دهرې عمراني پروژې په باب يې خپلو ګاونډيانو ته خبر ورکړى دى.
د سلما بند د جوړولو په باب ايران، پاکستان او ترکمنستان ته خبر ورکړ شوى دى، دکمال خان بند د جوړولو په باب ايران ته خبر ورکړ شوى دى او د کونړ بند د جوړولو په باب دګډې طرحې په توګه پاکستان ته بلنه ورکړ شوې ده.
سره له دې چې دغه پروژې سبوتاژ شوې دي؛ خو سره له دې هم افغانانو د ګډ تصميم نيولو او سلامشورې عرف او عادات نه دي هير کړي او د ګاونډيتوب حق يې اداکړى دى. په داسې حال کې چې تل جفا ورسره شوې ده.لکه څنګه چې، کله چې د سروبي بند د جوړولو طرحه د محمد ظاهر شاه د سلطنت په وخت کې برابره شوه؛ د جوړولو کار يې ٤ کاله وټاکل شو.خو د پاکستان لوړتيا غوښتنو او ځان غوښتنو دغه طرحه ١٤ کلونو ته وغځوله.
نو د پيښو تګلورى ښيي چې دغه هيواد تل د افغانستان په وړاندې غرضي او له کينې ډک چلندکړى دى.
خو اوس د دې وخت را رسيدلى دى چې پاکستاني واکمنان خپلې خولى په مخ کې کيږدي او په خپله د دوى په اصطلاح ( سوچ ) وکړي چې څه کوي؟
دوى بايد په دې پوه شي چې نوې پيړۍ د اوتو بوتو او د درغليو پيړۍ نه ده او امکان نه لري چې ځان په نورو وتپل شي.
3 4 دقیقې لوستل