سویلي کوریا؛ نظامي حکومت بېرته لغوه او له امریکا سره تمرینات ځنډېدلي دي

نړۍ، د لېندۍ ۱۴مه، بهرنۍ رسنۍ
سویلي کوریا کې تر څو ساعتونو پوځي حکومت وروسته د دغه هېواد ولسمشر یون سوک یول دغه حکومت لغوه اعلان کړی او حالت عادي شوی دی.
سویلي کوریا کې د وروستیو سیاسي اختلافاتو له امله امریکا له دغه هېواد سره ګډ پوځي تمرینات ځنډولي دي.
د حکومت اپوزیسیون چې ویل کیږي، د شمالي کوریا له حکومت سره خواخوږي لري، د اوسني ولسمشر یون سوک یول استعفا غواړي او په همدې اړه سویلي کوریا کې لاریونونه هم شوي دي.
تېره شپه د نظامي حکومت تر اعلان وروسته پوځ د پلازمېنې لارو کوڅو کې ځای پر ځای شو او دغه راز یې د پارلمان ودانۍ هم تر خپل واک لاندې راوستلې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته