سویلي افریقا له رفح ښار څخه د صهیونست پوځيانو د وتلو غوښتنه کړې
نړۍ، د غوايي ۲۲ مه، بهرنۍ رسنۍ
د ملګرو ملتونو سترې محکمې ویلي، سویلي افریقا د عدالت له نړیوالې محکمې څخه غوښتي، چې اسرایلي ځواکونو ته له رفح ښار څخه د وتلو امر وکړي.
جنوبي افریقا اندېښنه ښودلې، چې رفح ښار کې د صهیونست پوځونو عملیات به حالات لاپسې کړکېچ کړي او د لا ډېرو انسانانو د مرګ ژوبلې سبب به شي.
ملګرو ملتونو هم د سویلي افریقا د غوښتنې په ځواب کې ویلي، چې رفح ښار کې د پیل شوي عملیات له خطر څخه ډک برېښي او ښایي یو بل خطرناک ناورین راپېښ کړي.
سویلي افریقا لومړنی هېواد دی، چې غزه کې د اسرایلو له لوري د فلسطینیانو د نسل وژنې مسله یې مطرح او په نړیواله محکمه کې یې د عدالت غوښتنې قضیه ثبت کړه.