سیاست

سوپکو: دامريکا يوه زياته اندازه پيسې په افغانستان کې ضايع شوي دي

واشنګټن رويترز باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
دافغانستان دبيا  جوړولو په چارو کې دامريکا دمتحده ايالاتو خاص سرپلټونکى  جان سوپکو وايي ؛ دطالبانو ورانکار فعاليتونه  هغه په ملياردونو ډالره مرستې له خطر سره مخامخ کوي چې  امريکا په تيره يوه لسيزه کې په افغانستان کې لګولي دي .
دافغانستان دبيا جوړولو په چارو کې دامريکا دپلټنې د ادارې رئيس درويترز له خبري آژانس سره په يوه  اختصاصي  مرکه کې ويلي دي چې امريکا  زياتې پيسې  په افغانستان کې ضايع کړي دي چې ديوه کوچني هېواد لپاره بيخې زياتې دي  او داپه داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دبهرنيو پيسو لګښت  ډير کم څارل کيږي .
دامريکا دمتحده ايالاتو کانګرس له  ٢٠٠١ ميلادي کال څخه تراوسه پورې  کابو   ١١٣ مليارده ډالره افغانستان ته بيل کړي  خو  دافغانستان دبيا جوړولو په چارو کې دامريکا دپلټنې دادارې ( سيګار) د وروستيو څلورو کلونو درپوټونو له مخې  ددغو پيسو زياته برخه ضايع شوې ده.
جان سوپکو وايي که چيرې په افغانستان کې دامريکا دديره   پوځيانو شمير  له اوسني پلان سره سم  کم شي ،  داسې بريښي چې په دې کار سره به دافغانستان دبيا جوړولو بهېرزيات زيانمن شي  او دده دڅرګندونوله مخې،  دغه ضايعات به ملياردونو ډالرو ته  ورسيږي.
دسيګار  ادارې  درپوټ له مخې  چې دروان ميلادي کال داپريل په مياشت کې خپور شو په افغانستان کې دبيا  جوړولو په پروګرامونو کې  ، له نشه يي توکو سره دمبارزې په کار کې مرستندوى پروژې  ، د بريښنا  انرژۍ دشبکو غځول ، دصنايعو ارزونه ، دبانکي او حقوقي سيستمونو بيا جوړول ، دکرکيلې عصري کول او نورې پروژې شاملې دي.
د جان سوپکو دڅرګندونوله مخې ، دسيګار اداره  هغه وخت جوړه شوه چې
دامريکا نيمايي پيسې  په افغانستان کې لګيدلې وې  خو په تيرو دوو کلونو  
کې   دغې ادارې کوم کار نه دى کړى.
جان سوپکو ددغو اقداماتو په يادونې سره ويلي دي   چې له  ١٠٧ شرکتونو او     له هغو کسانو سره قراردادونه لغوه شوي دي چې کارونه يې ناقص و چې  په دې لاره کې ٩٥٠ مليونه  ډالره ضايع شوي دي  اود جريمو له پلوه بيا اعاده  شوي دي  .
له افغانستان سره دامريکا د ١١٣ مليارده  ډالرو  دمرستې له جملې څخه په سلو کې  شپيته يې دامنيتي او دفاعي ځواکونو دروزنې په لاره کې لګيدلي دي.
جان سپکو ويلي دي  که چېرې په افغانستان کې  حالت همدغه راز مخ په خرابوالي شي ، آن په هغو سيمو کې   چې دمرستې تدبيرونه نيول شوي دي ،    دغه مرستې به له خطر سره مخامخې شي .
پخوا دافغانستان  اوپاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو خاص استازي  جيمز دابينز ويلي و   که څه هم دبشري مرستو په برخه کې يولړ برياليتوبونه شته  خو  دملياردونو ډالرو له لګولو سره  سره په افغانستان کې هدف نه دى ترلاسه شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته