کابل باختر د تلي دويمه :
دملي دفاع وزارت لوى درستيز نن د سويډن د وسله والوځواکونو له عمومي قوماندان سره وکتل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې دافغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيزسترجنرال ارکانحرب شيرمحمد کريمي له افغانستان سره د سويډن د هراړخيزو مرستو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو په چوکاټ کې د سويډن دبيا رغاونې ټيمونو اغيزمن کارونه ترسره کړي دي چې دامنيتي حالاتو په ښه والى کې مهم رول ترسره کړى دى.
ده زياته کړه: دافغانستان امنيتي ځواکونه له پخوا زيات ځواکمن شوي دي چې خپلې دندې په مستقلانه ډول پرمخ وړي.
دهيواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز په دې کتنه کې د سويډن د وسله والو ځواکونوعمومي قوماندان ته وويل: ملي اردو هوډمنه ده چې دهيواد دنورو امنيتي ځواکونوترڅنګ له ٢٠١٤ کال وروسته ټول امنيتي مسووليتونه په مستقلانه ډول ترسره کړي .
په دې کتنه کې د سويډن د ځواکونو عمومي قوماندان ستر جنرال سويرکارکورانسون د افغانستان دملي اردو برياليتوبونه وستايل او ويې ويل: موږ بشبړ باور لرو چې د افغانستان ملي اردو کولى شي په مستقلانه ډول خپلې دندې ترسره کړي .
ده زياته کړه: له افغانستان سره او په تيره بيا د افسرانو د ښوونې او ر وزنې په برخه او لوژستيکي او دپوځي تجهيزاتو په برخوکې زموږ مرستې له ٢٠١٤ کال څخه وروسته به هم له ملي اردو سره دوام وکړي.
0 1 دقیقه لوستل