سیاست

سوله غواړو؛ خو نه د نظام د ړنګېدا په بیه

کابل / د زمري٢مه / باختر
اوس د جګړې او سولې بحث خورا تود دی او ټول په دغه بحث کې په یوه نه یوه بڼه ښکیل دي. په ښکاره خو هېڅوک د سولې مخالفت نه کوي او وایي چې سوله غواړو. ستونزه دا ده چې هر لوری د سولې په اړه خپله انګېرنه او دریځ لري او دغه ټکي سولې ته رسېدل ستونزمن کړي دي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
که موږ د وسله والو مخالفانو لاس ته د لوېدلیو ولسوالیو حالت ته کتنه وکړو؛ نو ګورو چې هلته ټولګټي تاسیسات ړنګ شوي دي، پرځای پاتې پوځي وسایل او تجهیزات لوټ شوي دي، دولتي مامورین په کور ناست دي، عامه خدمات پر ټپه ولاړ دي او ورته نورې ستونزې. ښایي وسله وال مخالفین ووایي چې په دغو سیمو کې جګړه نشته او سوله بسیا شوې ده؛ سمه ده چې هلته به جګړه نه وي، لږ تر لږه اوس به جګړه نه وي؛ خو هلته ژوند پر ټپه ولاړ دی. که خلک سوله غواړي د ژوند لپاره یې غواړي، که خلک سوله غواړي د دې لپاره یې غواړي چې عامه خدماتو ته له هر ډول وېرې او ګواښ پرته لاسرسی ولري، که خلک سوله غواړي د دې لپاره یې غواړي چې بچیان یې ښوونځي ته لاړ شي، ناروغان یې روغتیايي مرستې ترلاسه کړي، د کلیو او ښارونو ترمنځ لارې پرانیستې وي، دولتي مامورین خپلو دندو ته دوام ورکړي، ښځې خپل قانوني حقوق ترلاسه کړي او لنډه دا چې هلته آرام، سوکاله او متمدن ژوند واکمن شي. که دا نه وي؛ نو بیا سوله کوم مفهوم نه لري. خلک وایي دغه راز سوله خو په هدیرو کې وي. په ژوندۍ ټولنه کې سوله له ژوند سره مله ده.
که د وسله والو مخالفانو لاس ته د لوېدلیو ولسوالیو حالت د ټول هېواد په کچه تصور شي؛ نو مانا یې د نظام ړنګېدل دي او د نظام ړنګېدل د ګډوډیو رامنځ ته کېدل او اویایمو کلونو ته د هېواد بېرته ستنېدل دي. د افغانستان خلک دغه راز ګډوډي او شاتګ نه غواړي او پرخلاف یې مقاومت کوي. که مخالفین د زور له لارې کوم ځای هم ونیسي او دغه راز بې نظامه سوله په کې ټینګه کړي، خلک یې واکمني نه مني او په پښتو کې مشهور متل دی چې وایي: (په زور کلي نه کېږي)، که د خلکو خوښه او رضا نه وي، که د خلکو ملاتړ نه وي، که خلک نظام خپل ونه ګڼي او واکمنان خپل خدمتکاران و نه شمېري؛ نو بیا څوک په زور پر خلکو واک چلولی نه شي. افغانان سوله غواړي؛ خو نه د نظام د سقوط په بیه.
افغانانو د دغه نظام د جوړولو او پياوړي کولو لپاره ډېر کړاوونه ګاللي دي، ډېر زحمتونه یې زغملي دي او ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي او نه غواړي چې د دوی په خوښه او زیار جوړ شوی نظام ړنګ شي او هېواد بیا کنډواله شي او د ملي اردو پر ځای د (انډیوالانو) ټولي رامنځ ته شي.
افغانان د نظام پیاوړي کول غواړي؛ منو چې نظام ګڼې ستونزې او کمزورۍ لري او باید د دغو ستونزو د حل او کمزوریو د لرې کولو لپاره کار وشي. یوازې د پياوړي نظام په شتون کې سوله بسیا کېدای شي، یوازې د غښتلي نظام په شتون کې هېواد پرمختګ کولی شي، یوازې غښتلی نظام ټولو راولاړو ستونزو ته پای ورکولای شي. افغانان هم سوله غواړي او هم د نظام پیاوړي کول، افغانان هم سوله غواړي او هم د هغو لاسته راوړنو او ارزښتونو ساتل چې په وروستیو دوو لسیزو کې یې په ډېر زیار ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته