سوريې يوه امريکايي الوتکه راوغورځوله .

دمشق – باختر د کب دمياشتې ٢٧
دسوريې اردو دامريکا يوه بې پيلوټه هليکوپتر دلاذقيه ښار دپاسه چې ددغه هيوادپه شمال لويديځ کې دسوريې دجمهور رييس بشار اسد يوه مهمه اډه ده ، راغورځولى دى .
پنتاګون تاييد کړه چې دامريکا داردو دفرمان دخونې مسوولينو دامريکا دختيځ په وخت پرون له غرمې وروسته د ام کيو- ١ ډوله پريداتور هليکوپتر سره چې دسوريې په شمال کې يې فعاليت کاوه اړيکې له لاسه ورکړى .
په هغې وينا کې چې دپنتاګون له خوا خپره شوې ده ويل شوي دي لاتراوسه پورې داسې اطلاعات نه دي ترلاسه شوي چې هليکوپتر دې راغورځول شوى وي .
که چيرې دسوريې ادعا تاييد شي دابه لومړى ځل وي چې دغه هيواد دداعش دجګړه مارانو پرخلاف دامريکا په مشرۍ دائتلاف دعملياتو دپيل له وخت څخه تراوسه پورې په يوې امريکايي الوتکې بريد کړى دى .
دسوريې رسمي خبري اژانس دغه بې پيلوټه اکتشافي هليکوپتر ددښمنانو وباله خو زيات جزئيات يې وړاندې نه کړل .