دمشق ريانوستي باختر د تلي دولسمه :
سوريه به له هر رازمقدماتي شرايطو پرته دژينو _٢په کنفرانس کي به ګډون وکړي
دسوريې صدراعظم ويلي دي چې دسوريې مقامات له اپوزسيون سره خبرو ته چمتو دي چې وکولاى شي ټول اختلافونه د رايو په صندوقونو کې لرې کړي ځکه دسوريې ملت يوازيني ځواک او قدرت دى حق لري چې خپل برخليک وټاکي.
مخکې له دې دسوريې داطلاعاتو وزير اعلام کړى و چې دالنصرا د جبهي په ګډون چې دالقاعده له سازمان سره په اړيکو کې دي دتروريستي ډلوجوړول نه شي کولاى د ژينو _ ٢ دسوله ييز حل دکنفرانس دبرخه والو مخه ونيسي .
په عين حال کې دسوريې منځ لاري مخالفين چې په سوريې کې د بهرنۍ لاسوهنې غوښتونکي نه دي او لاسونه يې دسوريې دخلکو په وينوککړنه دي دسولې په خبرو کې د ګډون حق لري .
0 1 دقیقه لوستل