خبرونهنړۍ

سنوار: حماس د اوږدې جګړې کولو وړتیا لري

نړۍ، د وږي ۲۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته له هغې چې اسرایلي پوځي چارواکو غزه کې د حماس غورځنګ د پوځي کرښو د پاشل کېدو ادعا وکړه، د دغه غورځنګ مشر یحیی السنوار خپل یمني متحدینو حوثیانو ته په یو لیک کې ډاډ ورکړی، چې کولی شي د یمن د حوثیانو، د لبنان حزب الله او سیمه کې د نورو جهادي ډلو پر مټ د یوې اوږدې مودې لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او د خپلو پیاوړو ارادو پر مټ به صهیونستي پوځ مات کړي.

غزه کې د روانې جګړې نږدې یو کال اوړي او اسرایلي اشغالګرو ځواکونو د خپلو هوایي، ځمکنیو او سمندري بریدونو په پایله کې تر ۱۲۰ زره ډېر فلسطینیان شهیدان کړي او ټپیان کړي دي.

جګړه کې دغه راز تر ۱.۵ میلیونه زیات کسان بې ځایه شوي او دا مهال په پنډغالو کې له سخت بد حالت کې ژوند کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته