خبرونهامنیت

سمنګان کې د جنايي جرمونو په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی

کابل، د غوایی ۲۶ مه، باختر

د سمنګانو امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې د وړم کال په پرتله د جنايي جرمونو په پېښو کې د ۵۳ سلنې کموالي خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیرمولوي شېرعلي حیدري د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته ویلي چې په ۱۴۰۲ کال کې د یاد ولایت په مرکز او او ۷ ولسوالیو کې د جنايي جرمونو ۴۶۳ پېښې رامنځته شوې وې چې په تړاو یې ۹۱۱ تنه نیول شوي، چې دغه شمېره د ۱۴۰۱ کال په پرتله ۵۴ سلنې کموالی ښیي.

 د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت اوسېدونکو هم د امنیت د  تامین او د جنايي جرمونو د کموالي له امله  خوښي څرګنده کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته