کابل، د وږی ۸ مه، باختر
د سمنګانو د ارشاد حج او اوقافو وزارت مسوولینو د یاد ولایت په انګړ کې د یوه جومات د جوړېدو خبرورکړی دی.
د سمنګانو د والي ویاند مفتي عصمت الله مرادي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه جومات د ولایت په انګړ کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت په مالي ملاتړ د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.
د نوموړي په وینا د یاد ولایت په انګړ کې د الفتح جامع جومات د ۱۶ مترو په اوږدوالي او ۱۲ مترمربع په سور د یاد وزارت په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۹۳۳ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
هغه زیاته کړې چې په یو وخت کې د څه باندې ۳۶۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.