خبرونهټولنه

سمنګانو کې نږدې ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل د تلې ۳ مه، باختر

د سمنګانو ولایت په فیروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو کې د درېیو اوبو رسولو شبکو په جوړېدو سره ۴۹۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.

د یاد ولایت د کلیو، بیارغولو او پراختیا رییس مولوي اختر محمد منصور د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په فیروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو کې د (ان. سي. ای) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیونه ۲۳۰ زره ۳۷۲ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړېدو چارې پيل شوي، چې په بشپړېدو سره به یې  د یادو ولسوالیو ۴۹۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

ورته مهال د غور ولایت د مرکز فېروزکوه په دهن تله کلي کې د یونیسیار ادارې له لوري د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت په سولري سیسټم سمباله د اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیا رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته