سمنګانو کې د ۶ کیلومتره سړک د رغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د چنګاښ ۱۷ مه، باختر

د سمنګانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶ کیلو متره سړک د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي اخترمحمد مصباح د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې ۶ کیلو متره سړک د ۶۹ میلیونه ۸۶۱ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې یاد سړک ۵ متره سور او ۵۸ متره استنادي دېوال لري.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته