سمنګان؛ له مرکزي زندان څخه ۱۴ بندیان ازاد او د ۴۸ نورو د بند موده کمه شوه

کابل د مرغومي ۲۴مه، باختر
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي شفقت او فرمان په اساس، د سمنګان له مرکزي زندان څخه ۱۴ بندیان ازاد او د ۴۸ نورو د بند موده کمه شوه.
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي شفقت او فرمان په اساس، د سمنګان له مرکزي زندان څخه ۱۴ بندیان ازاد او د ۴۸ نورو د بند موده کمه شوه.
د سمنګان ولایت د استناف محکمې رییس مولوي محیالدین عمري وویل، چې د سترې محکمې په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان له مخې په دغه ولایت کې ۱۴ بندیان چې په کې ۱۰ نارینه او ۴ ښځې شاملې دي، ازاد شول او د ۴۸ نورو بندیانو د بند موده له درې میاشتو څخه تر ۱۸ میاشتو پورې کمه شوې ده.
ورته مهال یو ازاد شوي زنداني عبدالواحد وویل: «زه په ۱۸ میاشتو بند محکوم شوی وم، خو د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس له یوه کال بند وروسته ازاد شوم، دا اقدام زموږ لپاره د اصلاح او نوي پیل یو ښه فرصت دی».