کابل / د لنیدی ۱۸ / باختر
د مهاجرینوپه چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمیشنرۍ نن په بغلان کې له څه نا څه ۸۶۰ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړه.
د بغلان د کډوالو او را ستنېدونکو چارو رییس شریف الله شفق د باخترآژانس خبریال ته وویل چې په هرې کورنۍ د پخلنځي وسایل، دوه ترپالونه، د ګازو یوه ډبه ، د اوبو دوې بوشکې ، یوسطل، شپږ کلچې صابون او درې شړۍ ووېشل شوې.
د بغلان د کډوالو او را ستنېدونکو چارو رییس د دغو مرستو د وېشلو په بهیر کې اړو کسانو ته د زیاتو مرستو ژمنه هم وکړه.
پای -ع