سلطان محمود غزنوي رحمه الله؛ هغه مهم شخصیت چې سویلي اسیا ته د اسلام په لېږد کې یې مهم رول لوبولی دی

کابل، د مرغومي ۴ مه، باختر
تبصره
سویلي اسیا(اوسنی پاکستان، هند او نورې سیمې) ته د اسلام د لېږد په بهیر کې ګڼ شمېر شخصیتونو او ډلو ونډه اخیستې ده او په دغې برخه کې یې د پام وړ زحمتونه ګاللي دي.
حضرت ملک بن دینار، حضرت سلطان محمود غزنوي، حضرت خواجه معینالدین چشتي، حضرت شاه جلال، حضرت سید علي همداني، محمد بن قاسم، شیخ احمد سرهندي او نور مجاهدین، غازیان او علما هغه کسان دي، چې دغو سیمو ته یې د اسلام مبارک دین په خپرولو کې له بېلابېلو لارو لکه فتوحاتو، سوداګرۍ، دعوت او نورو هغو څخه استفاده کړې ده.
دا چې ټولو مشرانو، علماوو او مجاهدینو په دغې برخه کې د پام وړ رول لوبولی، خو دلته یواځې د سلطان محمود غزنوي رحمه الله د رول په هکله خبرې کوو.
سلطان محمود غزنوي د غزنوي سلطنت پادشاه و، چې د اسلام د خپرولو او د اسلامي ثقافت د پراختیا لپاره یې په سویلي اسیا کې ډېر مهم رول لوبولی دی.
سلطان محمود غزنوي رحمه الله د هند پر شمالي برخو څو ځله حملې وکړې، چې په دې حملو کې یې ګڼې سیمې لکه پنجاب او سند فتح کړې او هلته یې د اسلامي حکومت بنسټ کېښود او د مسلمانانو لپاره یې د ژوند اسانتیاوې برابرې کړې.
د هغه فتحو د اسلام د پراختیا لپاره یوه مهمه لار پرانستله او په دې توګه د هند په شمالي سیمو کې اسلام پر رسمي دین بدل شو.
غزنوي پادشاه دغه راز په خپلو فتوحاتو کې د اسلام د دیني بنسټونو د جوړولو لپاره ځانګړې هڅې وکړې او په هند کې یې ګڼ شمېر جوماتونه جوړ کړل او د اسلامي تعلیماتو په پیاوړتیا کې یې هڅې وکړې.
د هغه یوه لویه لاسته راوړنه دا وه، چې په هند کې یې د اسلامي فرهنګ او هنرونو پراختیا ته وده ورکړه.
سلطان محمود غزنوي رحمه الله نه یوازې پوځي فتوحات وکړل، بلکې د علم او ادب په برخه کې یې هم د پام وړ هڅې وکړې.
هغه د اسلامي فرهنګ پراختیا ته وده ورکړه او د ګڼ شمېر علماء، فیلسوفانو او شاعران یې خپل دربار ته وبلل.
د هغه په حکومت کې د اسلامي علومو، لکه فقه، منطق، طب، او فلسفې مطالعه زیاته شوه.
سلطان محمود غزنوي رحمه الله د هند په شمال کې د اسلامي حکومتي جوړښت بنسټ کېښود، چې د مسلمانانو لپاره یې یو ډول امنیت او حقوق تضمین کړل.
د هغه د حکومت لاندې مسلمانانو ته د خپلې دیني آزادۍ تضمین ورکول کېده، چې په دې توګه یې د اسلام پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړه.
د سلطان محمود غزنوي رحمه الله د فتوحاتو له لارې اسلام یوازې په ځانګړو سیمو کې نه، بلکې په پراخه توګه د هند په شمالي، شمال لوېدیځو او سویلي کې خپور شو.
حضرت سلطان محمود غزنوي رحمه الله د دې ترڅنګ نورې د پام وړ کارنامې هم لري او په سویلي اسیا په ځانګړې توګه اوسني پاکستان او هند کې یې د اسلام مبارک دین په خپرولو کې مهم رول لوبولی دی.