خبرونهنړۍ

سعودي او اردن غزې ته د خوړو رسولو ګډ عملیات ترسره کړي

نړۍ، د چنګاښ ۱۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشرپالنې او مرستې رسونې مرکز نن یکشنبې په خپره کړې العامیه کې ویلي، چې دغه هېواد له اردن سره په ګډه غزې ته د ۳۰ ټنو خوراکي توکو د رسولو ګډ عملیات ترسره کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خوراکي توکي د هوا له لارې غزه کې اړمنو کسانو ته غورځول شوي دي.

غزه کې دا مهال جګړه روانه ده او سلګونه زره کسان د لوږې له لوړې، منځنۍ او ټېتې کچې له ګواښ سره مخ دي.

دغه راز د خوړو د کمښت له امله زرګونه ماشومان له خوارځواکۍ او نورو بېلابېلو ناروغیو سره مخ دي.

صهیونست رژیم د دې تر څنګ چې فلسطینیان په هوایي، ځمکنیو او سمندري بریدونو کې وژني، دغه راز د مرستو رسولو لارې یې هم پرې بندې کړې دي، چې تاریخ کې یو لوی جنایت بلل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته