نړۍ

سعودي اتباع په ودونو کې زياتې پيسې لګوي

 رياض ايرنا   باختر دسلواغې دمياشتې  ٢ :
دسعودي عربستان  داکاظ  ورځپاڼې پرون وليکل  چې ددغه هېواد خلک په کال کې  څه دپاسه يو ملياردو  يوسلوپنځوس  مليونه ډالره د واده په مراسمو کې لګوي.
دغې ورځپاڼې  دمدنې منورې دښار  دسياحت اوسودا ګرۍ اوصنايعو دخونو د کميټې دمدير  عبدالغني النصاري له خولې وليکل   چي  په  ودنو کې دلګښت رښتينې اندازه  له دغو شمېرو څخه ډير زيات دى چې  بايد دغه لګښتونه قانوني شي   او داسراف مخه ونيول شي .
دسعوديانو دسر عايد   دنړيوال وجهي صندوق دشمېرونوله  مخې: درې ويشت زره ډالره دى او د واده لګښت لوړوالى  ددې سبب شوى دى  چې  په سعودي عربستان کې  څه دپاسه يو نيم مليون تنه ښځې  له  دوى  سره له  واده څخه دعربستاني ځوانانو دډډې  کولو له امله  د  واده فرصت  نه مومي .
سره زر  او هغه ګاڼې  چې دناوې لپاره پيرودل  کيږي د ودونوزيات لګښت  جوړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته