سرګي شویګو: ۲ سوه نور اوکرایني سرتېري روسي پوځیانو ته تسلیم شوي
نړۍ، د کب ۵ مه، بهرنۍ رسنۍ
د روسیې ټاس خبري اژانس نن شنبې د دغه هېواد دفاع وزیر سرګي شویګو له قوله خبر ورکړی، چې د اوکراین په اودییفکا سیمه کې د دغه هېواد ۲۰۰ پوځيان روسي سرتېرو ته تسلیم شوي دي.
سرګي شویګو ویلي، چې دا خبر یې په سیمه کې د خپلو پوځيانو د یو مشر له لوري ترلاسه کړی دی.
شویګو زیاته کړې، چې پوځیان یې پلان لري، نږدې ورځو کې یو بل ورته عملیات هم ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې نن د فبرورۍ ۲۴ مه د اوکراین او روسیې تر منځ روانه جګړه دوه کلنه شوه.