سرپل کې ۲ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شول
کابل، د لېندۍ ۲۲ مه، باختر
د سرپل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۲ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوی عبدالشاکر شهاب باختر آژانس ته ویلي، چې په تېرو ۸ میاشتو کې د سرپل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه ۲ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل راټول او له منځه وړل شوي دي.
نوموړي له سوداګرو وغوښتل، چې د سالمې ټولنې په موخه دې هېواد ته د بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو له واردولو ډډه وکړي.
د یادونې وړده، چې یاد شوي توکي نن د یوګډ پلاوي په شتون کې له منځه وړل شوي دي.