سرپل کې یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
کابل، د لیندۍ ۴مه، باختر
په سرپل ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د مطبوعاتو مسوول حضرت جان فقیري باختر اژانس ته ويلي، چې دغه جومات د ۴ میلیونه ۱۹۲ زره افغانیو په لګښت پر ۲۱۰ متره مربع ځمکه جوړ شوی، چې په یو وخت کې د ۳۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
د سیمې دیني عالمانو په وینا، د دې جومات پرانیسته نه یوازې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره بلکې د سیمې خلکو ته د عبادت او اسلامي زده کړو د زمینې برابرولو لپاره هم یو مهم ګام بلل کېږي.