خبرونهاقتصاد

سرپل کې نږدې ۵۲ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

کابل د چنګاښ ۱۴مه، باختر

د سرپل ځایي مسوولینو په یاد ولایت کې د ۵۲ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې د بېرته راګرځولو خبر ورکړی دی.

د سرپل د والي ویاند مولوي حبیب الله مسرور د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په روان کال کې یې ۵۱ زره ۹۳۹ جریبه غصب شوې ځمکه د غصب کمیسون په همکارۍ بېرته راګرځولې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې یاده غصب شوې دولتي اوعام المنفعه ځمکه بلل شوې، چې له تثبیت وروسته بیرته راوګرځول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته