سرپل کې د یوې دیني مدرسې د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د لیندۍ ۱۰ مه، باختر
د سرپل ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د یوې دینې مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې دي.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد رحماني باختر آژانس ته ویلي، چې دغه دیني مدرسه د کوهستاناتو ولسوالۍ په بیدستان کلي کې د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې دیني مدرسې په جوړېدو سره به د سیمې لسګونه زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته