خبرونهاقتصاد

سرپل کې د یوه کانال د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د غبرګولي ۲۳ مه، باختر

د سرپل ځايي مسوولینو د یاد ولایت د مرکز په لغمان کلي کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوه کانال د رغولو چارو د پيل کېدو خبرورکړی دی.

د سرپل د والي ویاند مولوي حبیب الله مسرور د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه کانال د ۳ کیلومترو په اوږدوالي له لغمان کلي څخه ترقلعه سوخته کلي پورې د یاد ولایت په مالي ملاتړ د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي. 

نوموړي زیاته کړې، چې د پرله پسې سېلابونو له کبله څه باندې ۲ زره جریبه ځمکه له ګواښ سره مخ ده، چې د یاد کانال په جوړېدو سره به د بزګرانو ستونزې لرې او یادې ځمکې به له سېلابونو څخه خوندي شي.

د سیمې اوسېدونکي له مسوولینو مننه کوي او غوښتنه کوي چې د ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته