سرپل کې د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې
کابل د لړم ۱۳مه، باختر
د سرپل ولایت په لومړۍ ناحیه کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت ښاروال مولوي فضل المنان د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت په لومړۍ ناحیه کې ښاروالۍ ریاست په مالي ملاتړ د ۸ میلیونه ۶۶ زره افغانیو په لګښت د ۵۶۰ متره په اوږدوالي او ۷ متره سور سره د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې په دغه پروژه کې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې، چې چارې به یې د ۵ میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي.
ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د دغې پروژې په پلي کېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکې کې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.